The Noble Qur'an Encyclopedia
Towards providing reliable exegeses and translations of the meanings of the Noble Qur'an in the world languagesThe Women [An-Nisa] - Pashto Translation - Rowwad Translation Center - Ayah 34
Surah The Women [An-Nisa] Ayah 176 Location Madanah Number 4
ٱلرِّجَالُ قَوَّٰمُونَ عَلَى ٱلنِّسَآءِ بِمَا فَضَّلَ ٱللَّهُ بَعۡضَهُمۡ عَلَىٰ بَعۡضٖ وَبِمَآ أَنفَقُواْ مِنۡ أَمۡوَٰلِهِمۡۚ فَٱلصَّٰلِحَٰتُ قَٰنِتَٰتٌ حَٰفِظَٰتٞ لِّلۡغَيۡبِ بِمَا حَفِظَ ٱللَّهُۚ وَٱلَّٰتِي تَخَافُونَ نُشُوزَهُنَّ فَعِظُوهُنَّ وَٱهۡجُرُوهُنَّ فِي ٱلۡمَضَاجِعِ وَٱضۡرِبُوهُنَّۖ فَإِنۡ أَطَعۡنَكُمۡ فَلَا تَبۡغُواْ عَلَيۡهِنَّ سَبِيلًاۗ إِنَّ ٱللَّهَ كَانَ عَلِيّٗا كَبِيرٗا [٣٤]
سړي پر ښځو سمبالونكي (ټاكل شوي) دي، د هغه فضيلت له امله هم چې الله ځينو ته پر ځينو وركړى او په هغه لګښت هم چې (سړي يې) له خپلو مالونو كوي، نو ښې ښځې تابعدارې او په غياب كې د هغه څه ساتونكې وي چې الله خوندي كړي، او هغه ښځې چې تاسو يې له ناړامۍ وېرېږئ نو نصيحت ورته وكړئ، په بستره كې ترې بېل شئ او ويې وهئ، بيا يې كه ستاسو منله نو چټي پلمې مه ورته لټوئ، بې شكه الله ډېر لوى اوچت دى.