عربيEnglish

The Noble Qur'an Encyclopedia

Towards providing reliable exegeses and translations of the meanings of the Noble Qur'an in the world languages

She that is to be examined [Al-Mumtahina] - Pashto Translation - Rowwad Translation Center - Ayah 1

Surah She that is to be examined [Al-Mumtahina] Ayah 13 Location Madanah Number 60

يَٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُواْ لَا تَتَّخِذُواْ عَدُوِّي وَعَدُوَّكُمۡ أَوۡلِيَآءَ تُلۡقُونَ إِلَيۡهِم بِٱلۡمَوَدَّةِ وَقَدۡ كَفَرُواْ بِمَا جَآءَكُم مِّنَ ٱلۡحَقِّ يُخۡرِجُونَ ٱلرَّسُولَ وَإِيَّاكُمۡ أَن تُؤۡمِنُواْ بِٱللَّهِ رَبِّكُمۡ إِن كُنتُمۡ خَرَجۡتُمۡ جِهَٰدٗا فِي سَبِيلِي وَٱبۡتِغَآءَ مَرۡضَاتِيۚ تُسِرُّونَ إِلَيۡهِم بِٱلۡمَوَدَّةِ وَأَنَا۠ أَعۡلَمُ بِمَآ أَخۡفَيۡتُمۡ وَمَآ أَعۡلَنتُمۡۚ وَمَن يَفۡعَلۡهُ مِنكُمۡ فَقَدۡ ضَلَّ سَوَآءَ ٱلسَّبِيلِ [١]

اې هغو کسانو چې ايمان يې راوړی! زما دښمن او خپل دښمن سره دوستي مه كوئ، تاسي په دوستۍ هغوى ته پيغام لېږئ او هغوى په هغه حق كافر شوي چې تاسي ته راغلى هغوى رسول (الله) او تاسي په دې (له خپل وطنه) بهر وباسي چې په خپل پالونکي الله مو ايمان راوړى كه تاسي زما په لار كې د جهاد او زما د رضا لټون لپاره وتلي ياست (نو داسې مه كوئ) تاسي په دوستۍ سره هغوى ته پټ خبرونه لېږئ او زه پوهېږم په هغه څه چې تاسي يې پټوئ او (يا يې) څرګندوئ او له تاسي څخه چې څوك دا كار كوي نو په رېښتيا له سمې لارې اوښتى دى.