عربيEnglish

The Noble Qur'an Encyclopedia

Towards providing reliable exegeses and translations of the meanings of the Noble Qur'an in the world languages

The heights [Al-Araf] - Pashto Translation - Rowwad Translation Center - Ayah 169

Surah The heights [Al-Araf] Ayah 206 Location Maccah Number 7

فَخَلَفَ مِنۢ بَعۡدِهِمۡ خَلۡفٞ وَرِثُواْ ٱلۡكِتَٰبَ يَأۡخُذُونَ عَرَضَ هَٰذَا ٱلۡأَدۡنَىٰ وَيَقُولُونَ سَيُغۡفَرُ لَنَا وَإِن يَأۡتِهِمۡ عَرَضٞ مِّثۡلُهُۥ يَأۡخُذُوهُۚ أَلَمۡ يُؤۡخَذۡ عَلَيۡهِم مِّيثَٰقُ ٱلۡكِتَٰبِ أَن لَّا يَقُولُواْ عَلَى ٱللَّهِ إِلَّا ٱلۡحَقَّ وَدَرَسُواْ مَا فِيهِۗ وَٱلدَّارُ ٱلۡأٓخِرَةُ خَيۡرٞ لِّلَّذِينَ يَتَّقُونَۚ أَفَلَا تَعۡقِلُونَ [١٦٩]

خو بيا له دوى وروسته يې داسې خلك ځاى ناستي شول چې د كتاب وارثان شول (نو) د همدې (بى ارزښته) دنيا سامان را اخلي او وايي: زر به وبخښل شو او كه بيا هغه شان سامان ورته راشي (بيا يې) را اخلي. آيا له دوى نه د كتاب ژمنه اخيستل شوې نه وه چې په الله پورې به له حق پرته بل څه نه وايي او څه چې پكې دي هغه يې (ټول) لوستلي هم دي، او د آخرت استوګنځى حتماً هغو خلكو ته غوره دى چې تقوا كوي، آيا تاسو عقل نه كاروئ.