۞إِنَّ ٱللَّهَ ٱصۡطَفَىٰٓ ءَادَمَ وَنُوحٗا وَءَالَ إِبۡرَٰهِيمَ وَءَالَ عِمۡرَٰنَ عَلَى ٱلۡعَٰلَمِينَ
البشتوية | پښتو
بېشکه الله تعالی غوره کړی دی آدم علیه السلام نو ملائکې یې ورته په سجده کړې، او نوح یېغوره کړی دی نو لومړی رسول یې وګرځاوه د ځمکې والاو ته، او ابراهیم یې غوره کړی دی نونبوت یې د ده په اولاده کې پرېښود، او د عمران اولاده یې غوره کړې؛ دا ټول الله غوره کړي اوفضیلت یې ورکړی دوی ته د خپلې زمانې په خلکو.
ذُرِّيَّةَۢ بَعۡضُهَا مِنۢ بَعۡضٖۗ وَٱللَّهُ سَمِيعٌ عَلِيمٌ
البشتوية | پښتو
همدا یاد شوي پېغمبران او د هغوی اولادونه چې د دوی د لارو تابعداري یې کړې، همدوینسلونه دي چې یو بل څخه را ښکته شوي د الله په یووالي او نیکو عملونو سره، یو له بل څخه دښو اخلاقو او غوره کړنو میراث اخیستی، او الله تعالی اورېدونکی دی د بندګانو د ویناوو، پوههدی د دوی په کړنو، ځکه خو غوره کوي له دوی څخه څوک چې وغواړي، او خوښوي له دویڅخه څوک چې وغواړي.
إِذۡ قَالَتِ ٱمۡرَأَتُ عِمۡرَٰنَ رَبِّ إِنِّي نَذَرۡتُ لَكَ مَا فِي بَطۡنِي مُحَرَّرٗا فَتَقَبَّلۡ مِنِّيٓۖ إِنَّكَ أَنتَ ٱلسَّمِيعُ ٱلۡعَلِيمُ
البشتوية | پښتو
یاد کړه –ای پیغمبره– کله چې وویلې د عمران ښځې چې د مریم–علیهاالسلام– مور وه: ای زماربه! بېشکه ما پر ځان لازمه کړې وه چې کوم حمل چې زما په ګېډه دی یوازې ستا د رضا لپارهوګرځوم، چې د هر کار څخه ازاد وي څو ستا او ستا د کور خدمت وکړي، نو له ما څخه دا ومنه،بېشکه همدا ته اورېدونکی یې زما د دعاء، زما په نیت پوهه یې.
فَلَمَّا وَضَعَتۡهَا قَالَتۡ رَبِّ إِنِّي وَضَعۡتُهَآ أُنثَىٰ وَٱللَّهُ أَعۡلَمُ بِمَا وَضَعَتۡ وَلَيۡسَ ٱلذَّكَرُ كَٱلۡأُنثَىٰۖ وَإِنِّيسَمَّيۡتُهَا مَرۡيَمَ وَإِنِّيٓ أُعِيذُهَا بِكَ وَذُرِّيَّتَهَا مِنَ ٱلشَّيۡطَٰنِ ٱلرَّجِيمِ
البشتوية | پښتو
نو کله چې حمل پوره شو او هغه څه یې وزېږول چې دده په ګېډه کې وو، په معذرت سره یېوویل –او بېشکه دې هیله لرله چې حمل به نارینه وي-: ای ربه! ما خو ښځینه وزېږوله، او اللهښه پوهه دی په هغه څه چې زېږولی یې دی، او هغه نارینه چې دې یې هیله لرله خو په قوت اوپېدایښت کې د هغې ښځېنه په څېر نه دی چې دې ته ورکړل شوه، او ما ورته د مریم نوم ورکړ،او زه د دې او د دي د اولاد لپاره په تاباندي د شیطان ؛ چې ستا د رحمت څخه شړل شوی دیپناه غواړم.
فَتَقَبَّلَهَا رَبُّهَا بِقَبُولٍ حَسَنٖ وَأَنۢبَتَهَا نَبَاتًا حَسَنٗا وَكَفَّلَهَا زَكَرِيَّاۖ كُلَّمَا دَخَلَ عَلَيۡهَا زَكَرِيَّا ٱلۡمِحۡرَابَ وَجَدَعِندَهَا رِزۡقٗاۖ قَالَ يَٰمَرۡيَمُ أَنَّىٰ لَكِ هَٰذَاۖ قَالَتۡ هُوَ مِنۡ عِندِ ٱللَّهِۖ إِنَّ ٱللَّهَ يَرۡزُقُ مَن يَشَآءُ بِغَيۡرِ حِسَابٍ
البشتوية | پښتو
پس قبوله کړه الله تعالی د هغې منخته په ښائسته قبلیدو، او ستره یې کړه په ښائسته سترېدو،او د نېکانو بندګانو زړونه یې پرې نرم کړل، او پالنه یې زکریا علیه السلام ته وسپارله، او زکریا علیهالسلام به چې کله د عبادت ځای ته ورننوته نو دې سره به یې پاکه او آسانه روزي موندله، نوورته یې وویل: ای مریمې! دا روزي له کومه کوې؟ په ځواب کې یې ورته وویل: دا روزي د اللهلخوا ده، بېشکه الله پراخه او بې حسابه روزي ورکوي چاته چې وغواړي.
وَإِذۡ قَالَتِ ٱلۡمَلَـٰٓئِكَةُ يَٰمَرۡيَمُ إِنَّ ٱللَّهَ ٱصۡطَفَىٰكِ وَطَهَّرَكِ وَٱصۡطَفَىٰكِ عَلَىٰ نِسَآءِ ٱلۡعَٰلَمِينَ
البشتوية | پښتو
یاد کړه –ای پېغمبره– کله چې ملائکې وویل مریمې علیها السلام ته: بېشکه الله تعالی ته غورهکړې یې له دې کبله چې ته ستایل شوي صفتونه لرې، او ته یې له زیانونو څخه پاکه کړې یې، اوغوره کړې یې ستا د زمانې پر ښځو.
يَٰمَرۡيَمُ ٱقۡنُتِي لِرَبِّكِ وَٱسۡجُدِي وَٱرۡكَعِي مَعَ ٱلرَّـٰكِعِينَ
البشتوية | پښتو
ای مریمې! اوږده ودرېدل وکړه په لمانځه کې، او یوازې الله تعالی ته سجده کوه، او رکوع کوه لهرکوع کوونکو نیکانو بندګانو سره.
ذَٰلِكَ مِنۡ أَنۢبَآءِ ٱلۡغَيۡبِ نُوحِيهِ إِلَيۡكَۚ وَمَا كُنتَ لَدَيۡهِمۡ إِذۡ يُلۡقُونَ أَقۡلَٰمَهُمۡ أَيُّهُمۡ يَكۡفُلُ مَرۡيَمَ وَمَا كُنتَلَدَيۡهِمۡ إِذۡ يَخۡتَصِمُونَ
البشتوية | پښتو
دا یاد شوي د زکریا علیه السلام خبرونه د غیبو څخه وو چې تا ته مو وحي کړل –ای پېغمبره– اوته د هغو عالمانو او نیکانو سره نه وې کله چې دوی جګړه کوله چې څوک د مریمې د پالنې ډېرحقدار دی، تر دې چې پچې اچولو ته اړ شول نو قلمونه یې واچول، نو د زکریا علیه السلام قلمبریا وموندله.
إِذۡ قَالَتِ ٱلۡمَلَـٰٓئِكَةُ يَٰمَرۡيَمُ إِنَّ ٱللَّهَ يُبَشِّرُكِ بِكَلِمَةٖ مِّنۡهُ ٱسۡمُهُ ٱلۡمَسِيحُ عِيسَى ٱبۡنُ مَرۡيَمَ وَجِيهٗا فِيٱلدُّنۡيَا وَٱلۡأٓخِرَةِ وَمِنَ ٱلۡمُقَرَّبِينَ
البشتوية | پښتو
یاد کړه –ای پېغمبره– کله چې ملائکې وویل: ای مریمې! بېشکه الله تعالی تاته زېری درکوي د یوبچې چې پېدایښت به یې پرته له پلار څخه وي، د الله تعالی په کلمه اوحکم به وي چې ورتهووایي: موجود شه نو د الله په اجازه به بچې وي، او نوم د دې بچې به: مسیح عیسی زوی دمریمې وي، په دنیا او آخرت کې به یې ستره منزله وي، او الله تعالی ته به له نږدې خلکو وي.
وَيُكَلِّمُ ٱلنَّاسَ فِي ٱلۡمَهۡدِ وَكَهۡلٗا وَمِنَ ٱلصَّـٰلِحِينَ
البشتوية | پښتو
او هغه به خلکو سره خبرې کوي په داسې حال کې چې وړوکی به وي د خبرو کولو مهال ته به نهوي رسېدلی، او خبرې به ورسره هم کوي چې ستر وي پوره ځواک او سړیتوب ته رسېدلی وي، دهغي څه په اړه به ورسره خبرې کوي چې د دوی د دین او دنیا رغونه پکې وي، او دی به په وینااو کړنو کې له نېکانو وي.
قَالَتۡ رَبِّ أَنَّىٰ يَكُونُ لِي وَلَدٞ وَلَمۡ يَمۡسَسۡنِي بَشَرٞۖ قَالَ كَذَٰلِكِ ٱللَّهُ يَخۡلُقُ مَا يَشَآءُۚ إِذَا قَضَىٰٓ أَمۡرٗا فَإِنَّمَايَقُولُ لَهُۥ كُن فَيَكُونُ
البشتوية | پښتو
مريم په حيرانتيا سره وويل: آيا هغې لره به پرته له مېړه زوی وي، څنګه به ما لره زوی وي، سرهله دې چې هيڅوک نه دي را نېږدې شوي، نه په روا او نه په ناروا ډول، پرېښتې ورته وويل لکهڅنګه الله ستا بچې پرته له پلاره پيداکوي، هغه هر څه چې وغواړي د عادت او عامې کړنلارېخلاف يې پيداکوي، کله چې هغه د يو څه اراده وکړي، ورته وايي: شه؛ نو هغه شي، هيڅ شی يېهم نشي بې وسې کولای.
وَيُعَلِّمُهُ ٱلۡكِتَٰبَ وَٱلۡحِكۡمَةَ وَٱلتَّوۡرَىٰةَ وَٱلۡإِنجِيلَ
البشتوية | پښتو
ور زده به کړي لیکل او حق ته رسېدنه او په وینا او کړنه کې وس او توفیق، او ور و به ښایي هغهتورات کوم یې چې په موسی علیه السلام نازل کړی، او ور وبه ښایي هغه انجیل چې پر ده بهنازل شي.
