وَٱذۡكُرۡ فِي ٱلۡكِتَٰبِ مَرۡيَمَ إِذِ ٱنتَبَذَتۡ مِنۡ أَهۡلِهَا مَكَانٗا شَرۡقِيّٗا
البشتوية | پښتو
او یاد کړه –ای پیغمبرعلیه السلام– په تا باندې نازل شوي قرآن کریم کې واقعه د مریم –علیهاالسلام– کله چې هغه په څنګ شوه د خپلې کورنۍ نه، او یواځې شوه یو ځای ته، د ختیځ طرفته د دوی نه.
فَٱتَّخَذَتۡ مِن دُونِهِمۡ حِجَابٗا فَأَرۡسَلۡنَآ إِلَيۡهَا رُوحَنَا فَتَمَثَّلَ لَهَا بَشَرٗا سَوِيّٗا
البشتوية | پښتو
نو ویې نیوله د خپل ځان لپاره د خپل قوم نه یوه پرده چې پټوله یې، تر دې چې د خپل رب دبندګۍ په وخت کې یې ونه ویني، نو مونږ ولیږه دې ته جبریل –علیه السلام–، نو ځان یې جوړ کړهغې ته د یو پوره برابر انسان په شکل کې، نو دا وویریده چې یقینا دا په دې باندې د بدۍ ارادهلري.
قَالَتۡ إِنِّيٓ أَعُوذُ بِٱلرَّحۡمَٰنِ مِنكَ إِن كُنتَ تَقِيّٗا
البشتوية | پښتو
نو هر کله چې هغې دا د یو برابر انسان په شکل کې ولیده او د دې طرف ته ور روان وو ویې ویل: زه پناه غواړم په رحمان ذات سره ستا څخه د دې نه چې راورسیږي ما ته ستا نه څه تکلیف –ایمخاطبه– که چیرته ته پرهیزګار یې د الله تعالی نه ویریږې.
قَالَ إِنَّمَآ أَنَا۠ رَسُولُ رَبِّكِ لِأَهَبَ لَكِ غُلَٰمٗا زَكِيّٗا
البشتوية | پښتو
جبریل –علیه السلام– وویل: بیشکه زه انسان نه یم، بلکې زه رالیږل شوی یم ستا د رب له طرفهرالیږلی یې یم د دې لپاره چې وبښم تا ته یو هلک پاک صفا.
قَالَتۡ أَنَّىٰ يَكُونُ لِي غُلَٰمٞ وَلَمۡ يَمۡسَسۡنِي بَشَرٞ وَلَمۡ أَكُ بَغِيّٗا
البشتوية | پښتو
مریم –علیها السلام– په تعجب کې وویل: څرنګه به زما زوی پید اشي او حال دا چې نه دی نږدېشوی ما ته خاوند او نه بل څوک، او نه زه بد کاره یم چې زما دې زوی پیداشي؟!.
قَالَ كَذَٰلِكِ قَالَ رَبُّكِ هُوَ عَلَيَّ هَيِّنٞۖ وَلِنَجۡعَلَهُۥٓ ءَايَةٗ لِّلنَّاسِ وَرَحۡمَةٗ مِّنَّاۚ وَكَانَ أَمۡرٗا مَّقۡضِيّٗا
البشتوية | پښتو
جبریل–علیه السلام– هغې ته وویل: خبره همداسې ده لکه تا چې وویل چې تا ته خاوندنزدېکت نه دی کړی او نه بل چا او ته بد کاره هم نه یې، لیکن ستا رب وویل: په غیر د پلار نه ماته د زوی پیدا کول اسان دي، او د دې لپاره چې شي دا زوی بښل شوی تا ته نښه دې خلکو لرهد الله تعالی په قدرت باندې، او رحمت زمونږ له طرفه تا ته او هغه چا ته چې ایمان یې پرېراوړی دی، او وو پيداکول ستا د دې زوی فیصله مقرر شوې د الله تعالی له طرفه، چې لیکلشوې وه په لوح محفوظ کې.
۞فَحَمَلَتۡهُ فَٱنتَبَذَتۡ بِهِۦ مَكَانٗا قَصِيّٗا
البشتوية | پښتو
نو امید واره شوه په عیسی علیه السلام سره وروسته د پوکي کولو د پریښتې نه، نو ګوښه شوهمریم –علیها السلام– په دې عیسی سره د خلکو نه لری ځای ته.
فَأَجَآءَهَا ٱلۡمَخَاضُ إِلَىٰ جِذۡعِ ٱلنَّخۡلَةِ قَالَتۡ يَٰلَيۡتَنِي مِتُّ قَبۡلَ هَٰذَا وَكُنتُ نَسۡيٗا مَّنسِيّٗا
البشتوية | پښتو
نو راغی په هغې باندې د بچي د پیدایښت درد، نو رایې وستله د کجورې تنې ته، مریم –علیهاالسلام– وویل: های ارمان چې مړه شوی وای زه مخکې د دې ورځې نه، او وای زه یو شی چېبیخي یادیدلی نه تر دې چې په ما باندې بد ګومان نه و شوی.
فَنَادَىٰهَا مِن تَحۡتِهَآ أَلَّا تَحۡزَنِي قَدۡ جَعَلَ رَبُّكِ تَحۡتَكِ سَرِيّٗا
البشتوية | پښتو
پس عیسی –علیه السلام– مریم –علیها السلام– ته د هغې د قدمونو د لاندې نه اواز وکړو: مهخپه کیږه، یقینا پیداکړی ستا رب ستا نه لاندې د اوبو ویاله (چینه) ته به د هغې نه اوبه څښې.
وَهُزِّيٓ إِلَيۡكِ بِجِذۡعِ ٱلنَّخۡلَةِ تُسَٰقِطۡ عَلَيۡكِ رُطَبٗا جَنِيّٗا
البشتوية | پښتو
او ونېسه تنه د کجورې او ویې خوځوه راوبه غورځوي په تا باندې تازه کجورې چې په دغه وختکې راشوکول شوي.
فَكُلِي وَٱشۡرَبِي وَقَرِّي عَيۡنٗاۖ فَإِمَّا تَرَيِنَّ مِنَ ٱلۡبَشَرِ أَحَدٗا فَقُولِيٓ إِنِّي نَذَرۡتُ لِلرَّحۡمَٰنِ صَوۡمٗا فَلَنۡ أُكَلِّمَٱلۡيَوۡمَ إِنسِيّٗا
البشتوية | پښتو
پس خوره د دې تازه کجورو نه، او څښه د دې اوبو څخه، او خوشحاله شه په خپل بچي باندېاو مه خپه کیږه، نو که چیرته تا ولیده یو کس د خلکو نه پس پوښتنه یې وکړه ستا نه د دې بچيباره کې نو ته ورته ووایه: ما لازم کړې (نذر مې کړی) په خپل ځان باندې د خپل رب لپاره چوپتیاد خبرو نه، نو زه خبرې نه کوم نن ورځ هیچا سره د خلکو نه.
فَأَتَتۡ بِهِۦ قَوۡمَهَا تَحۡمِلُهُۥۖ قَالُواْ يَٰمَرۡيَمُ لَقَدۡ جِئۡتِ شَيۡـٔٗا فَرِيّٗا
البشتوية | پښتو
نو مریم –علیها السلام– خپل بچی قوم ته په غیږ کې راوړ، نو قوم ئې ورته وویل په داسې حالکې چې نا اشنا ګڼوونکي وو دې لره: ای مریم! یقینا تا راتګ کړی یو ډیر لوی بد کار ته، هغه داچې تا بچی راوړی پغیر د پلاره.
يَـٰٓأُخۡتَ هَٰرُونَ مَا كَانَ أَبُوكِ ٱمۡرَأَ سَوۡءٖ وَمَا كَانَتۡ أُمُّكِ بَغِيّٗا
البشتوية | پښتو
ای د هارون په شان په عبادت کولو کې! (او دا یو نیک عمله سړی و) نه و ستا پلار بد کاره، او نهدې مور بدکاره وه، نو ته د یوې پاکې کورنۍ څخه ئې چې مشهوره ده په نیکیو باندې، نو تا څنګهبچی راوړ پغیر د پلاره؟!.
فَأَشَارَتۡ إِلَيۡهِۖ قَالُواْ كَيۡفَ نُكَلِّمُ مَن كَانَ فِي ٱلۡمَهۡدِ صَبِيّٗا
البشتوية | پښتو
نو هغې خپل ځوی عیسی –علیه السلام– ته اشاره وکړه او هغه ئې په غیږ کې و، او قوم ئې هغهته په تعجب کې وویل: مونږ څرنګه د ماشوم سره خبرې وکړو او حال دا چې هغه په غیږ کېدی.
قَالَ إِنِّي عَبۡدُ ٱللَّهِ ءَاتَىٰنِيَ ٱلۡكِتَٰبَ وَجَعَلَنِي نَبِيّٗا
البشتوية | پښتو
عیسی –علیه السلام– وویل: یقینا زه د الله تعالی بنده یم؛ ما ته ئې انجیل راکړی، او زه ئې دخپلو پیغمبرانو علیهم السلام څخه یو پیغمبر ګرځولی یم.
وَجَعَلَنِي مُبَارَكًا أَيۡنَ مَا كُنتُ وَأَوۡصَٰنِي بِٱلصَّلَوٰةِ وَٱلزَّكَوٰةِ مَا دُمۡتُ حَيّٗا
البشتوية | پښتو
او ګرځولی ئې یم زه فایده مند د بندګانو لپاره هر ځای چې زه یم، او ما ته ئې امر کړی په اداکولو د لمانځه او په ورکولو د زکات تر څو چې زه ژوندی یم.
وَبَرَّۢا بِوَٰلِدَتِي وَلَمۡ يَجۡعَلۡنِي جَبَّارٗا شَقِيّٗا
البشتوية | پښتو
او ګرځولی یې یم زه نیکي کوونکی د خپلې مور سره، او نه یې یم ګرځولی زه لویي کوونکی دخپل رب د تابعدارۍ نه، او نه نافرمانه هغه لره.
وَٱلسَّلَٰمُ عَلَيَّ يَوۡمَ وُلِدتُّ وَيَوۡمَ أَمُوتُ وَيَوۡمَ أُبۡعَثُ حَيّٗا
البشتوية | پښتو
او په امان کې یم زه د شیطان او د هغي د ملګرو نه زما د پيدایښت په ورځ او زما د مړ کیدلو پهورځ او زما د بیرته راژوندي کیدلو په ورځ په قیامت کې، نو زه په دې دریو واړو هیبتناکو ځایونوکې شیطان نه یم ګډوډ کړی.
ذَٰلِكَ عِيسَى ٱبۡنُ مَرۡيَمَۖ قَوۡلَ ٱلۡحَقِّ ٱلَّذِي فِيهِ يَمۡتَرُونَ
البشتوية | پښتو
دغه موصوف په دې صفاتو سره عیسی بن مریم دی، او دا بیان د دې باره کې همدا ریښتیا بیاندی، نه هغه چې ګمراهان ئې وائي هغوی چې د هغه په کار کې شک او اختلاف کوي.
مَا كَانَ لِلَّهِ أَن يَتَّخِذَ مِن وَلَدٖۖ سُبۡحَٰنَهُۥٓۚ إِذَا قَضَىٰٓ أَمۡرٗا فَإِنَّمَا يَقُولُ لَهُۥ كُن فَيَكُونُ
البشتوية | پښتو
نه ښائيږي الله تعالی لره چې ودې نیسي بچي، پاک دی د دې نه، کله چې اراده وکړي د یو کار، نوکافي دی هغه لره چې بس ووائي دې کار ته: (وشه)، نو هغه خامخا کیږي، نو څوک چې داسېوي نو یقینا هغه پاک دی د بچي نه.
