لَّقَدۡ كَفَرَ ٱلَّذِينَ قَالُوٓاْ إِنَّ ٱللَّهَ هُوَ ٱلۡمَسِيحُ ٱبۡنُ مَرۡيَمَۚ قُلۡ فَمَن يَمۡلِكُ مِنَ ٱللَّهِ شَيۡـًٔا إِنۡ أَرَادَ أَن يُهۡلِكَٱلۡمَسِيحَ ٱبۡنَ مَرۡيَمَ وَأُمَّهُۥ وَمَن فِي ٱلۡأَرۡضِ جَمِيعٗاۗ وَلِلَّهِ مُلۡكُ ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَٱلۡأَرۡضِ وَمَا بَيۡنَهُمَاۚ يَخۡلُقُ مَايَشَآءُۚ وَٱللَّهُ عَلَىٰ كُلِّ شَيۡءٖ قَدِيرٞ
البشتوية | پښتو
بیشکه کفر کړی و هغو کسانو چې ویلي وو د نصاراو څخه چې بیشکه الله تعالی مسیح عیسیزوی د مریم دی، ته ورته ووایه –ای پیغمبره-: څوک دا طاقت لري چې د الله تعالی مخنیویوکړي د هلاکولو (مړه کولو) د مسیح عیسی زوی د مریم نه او د هلاکولو (مړه کولو) د مور دهغه نه، او د دې نه چې هلاک کړي ټول هغه څوک چې په دنیا کې دي کله چې الله تعالی اراده دهلاکولو د دوۍ وکړي؟! او کله چې هیڅ یو کس دا طاقت نه لري چې الله تعالی بند کړي د دېڅخه نو دا په دې خبره دلالت کوي چې نشته دی لایق د عبادت په حق سره مګر الله تعالی دی،او یقینا ټول مخلوقات: عیسی زوی د مریم او د هغه مور او ټول خلک دا د الله تعالی مخلوقدي، او یواځې الله تعالی لره دی اختیار او بادشاهي د اسمانونو او د ځمکې او د هغه څه چې ددې دواړو ترمنځه دي، پیدا کوي څه چې الله تعالی وغواړي، او بعضې د هغه نه چې غوښتلی یېدی پیدایش د هغه: عیسی –علیه السلام– دی؛ نو هغه یې بنده او رسول دی، او الله تعالی په هرڅه باندې قدرت لرونکی دی.
مَّا ٱلۡمَسِيحُ ٱبۡنُ مَرۡيَمَ إِلَّا رَسُولٞ قَدۡ خَلَتۡ مِن قَبۡلِهِ ٱلرُّسُلُ وَأُمُّهُۥ صِدِّيقَةٞۖ كَانَا يَأۡكُلَانِ ٱلطَّعَامَۗ ٱنظُرۡكَيۡفَ نُبَيِّنُ لَهُمُ ٱلۡأٓيَٰتِ ثُمَّ ٱنظُرۡ أَنَّىٰ يُؤۡفَكُونَ
البشتوية | پښتو
نه دی مسیح بن مریم مګر یو پیغمبر د نورو پیغمبرانو له ډلې نه، راځې په دې باندې هغه څهچې نورو پیغمبرانو ته راځې د مرګ نه، او مور د هغه مریم –علیها السلام– ډیره رشتیا ویونکې اوتصدیق کوونکې وه، او دا دواړه خواړه هم خوري ځکه چه دوۍ خوراک ته ضرورت لري، نوڅرنګه دا دواړه لایق د بندګۍ کیدلی شي سره د دي چه دوۍ خوراک ته محتاج دي؟! نو تهوګوره –ای پیغمبره– په غور کتلو سره: څرنګه مونږ دوۍ ته په وحدانیت باندې ښکاره آیاتونه، اودهغوي په غلطه عقیده چه د دوۍ نسبت کول دي د الوهیت پغیر د الله جلاله څخه بل چاتهبیانوو، او دوۍ سره د دې بیا هم لدې ایاتونو نه انکار کوي، بیا یو ځل وګوره په کتلو د غور اوسوچ سره: څرنګه دوۍ اړولی شي د حق نه په اړولو؛ سره د دې ښکاره آیاتونو نه چې دلالتکوونکي دي د الله تعالی په یووالي باندې.
إِذۡ قَالَ ٱللَّهُ يَٰعِيسَى ٱبۡنَ مَرۡيَمَ ٱذۡكُرۡ نِعۡمَتِي عَلَيۡكَ وَعَلَىٰ وَٰلِدَتِكَ إِذۡ أَيَّدتُّكَ بِرُوحِ ٱلۡقُدُسِ تُكَلِّمُ ٱلنَّاسَفِي ٱلۡمَهۡدِ وَكَهۡلٗاۖ وَإِذۡ عَلَّمۡتُكَ ٱلۡكِتَٰبَ وَٱلۡحِكۡمَةَ وَٱلتَّوۡرَىٰةَ وَٱلۡإِنجِيلَۖ وَإِذۡ تَخۡلُقُ مِنَ ٱلطِّينِ كَهَيۡـَٔةِ ٱلطَّيۡرِبِإِذۡنِي فَتَنفُخُ فِيهَا فَتَكُونُ طَيۡرَۢا بِإِذۡنِيۖ وَتُبۡرِئُ ٱلۡأَكۡمَهَ وَٱلۡأَبۡرَصَ بِإِذۡنِيۖ وَإِذۡ تُخۡرِجُ ٱلۡمَوۡتَىٰ بِإِذۡنِيۖ وَإِذۡكَفَفۡتُ بَنِيٓ إِسۡرَـٰٓءِيلَ عَنكَ إِذۡ جِئۡتَهُم بِٱلۡبَيِّنَٰتِ فَقَالَ ٱلَّذِينَ كَفَرُواْ مِنۡهُمۡ إِنۡ هَٰذَآ إِلَّا سِحۡرٞ مُّبِينٞ
البشتوية | پښتو
یاد کړه هغه وخت کله چه الله وویلی پداسي حال چه عیسی علیه السلام ته مخاطب وو، یادکړه زما نعمتونه په تا باندې کله چې ته ما په غیر د پلار نه پیداکړې، او یاد کړه زما نعمتونه ستاپه مور مریم –علیها السلام– باندې کله چې الله تعالی هغه غوره کړې وه د خپلې زمانې په ټولوزنانه و باندې، او یاد کړه هغه نعمتونه چې ما په تاباندې کړي وو کله چې ته ما مضبوط کړی ويپه جبریل –علیه السلام– باندې، خبرې به کولې تا د خلکو سره –او ته ماشوم وې– په رابللو دهغوۍ سره الله تعالی ته، او خبرې به کوې ته د هغوۍ سره ستا په بوډاوالي کې په هغه وحېسره چې ما پرې ته هغوۍ ته لیګلی یې، او په هغه څه چې ما یې په تاباندې انعام کړی چې تاتهمې خط (لیکل) درښودلي، او تا ته مې تورات د رښودلی هغه چې ما په موسی –علیه السلام– نازل کړی و، او انجیل مو درښودلی هغه چې په تامو نازل کړی، او درښودلي مې دي تا ته دشریعت رازونه او فایدې او حکمتونه، او د هغو نعمتونو نه چې ما په تا کړي دا دی چې جوړوېد خټو نه د مرغۍ شکل، بیا پکې پوکی کوې نو هغه ژوندۍ مرغۍ شي، او ته جوړوې هغه څوکچې مورزادي ړوند وي (ړوند پیدا شوی وي)، او جوړوې د برګي مرض والا، نو هغه د روغ بدنوالا شي، او راژوندي کوې مړو لره په دعا غوښتلو سره د الله تعالی نه چې راژوندی شي، دا ټولکارونه زما په اجازه کوې، او د هغو نعمتونو نه چې ما په تا کړی دا دي چې ما ته د بني اسرائیلونه بچ ساتلی یې کله چې هغوۍ ستا د مرګ اراده کړي وه کله چې تا هغوۍ ته ښکاره معجزېراوړې، نو نه وو د دوۍ نه مګر دا چې کفر یې وکړ په هغو باندې، او ویې ویل: نه دي دا معجزېچې عیسی پرې راتګ کړی مګر ښکاره جادو دی.
وَإِذۡ قَالَ ٱللَّهُ يَٰعِيسَى ٱبۡنَ مَرۡيَمَ ءَأَنتَ قُلۡتَ لِلنَّاسِ ٱتَّخِذُونِي وَأُمِّيَ إِلَٰهَيۡنِ مِن دُونِ ٱللَّهِۖ قَالَ سُبۡحَٰنَكَمَا يَكُونُ لِيٓ أَنۡ أَقُولَ مَا لَيۡسَ لِي بِحَقٍّۚ إِن كُنتُ قُلۡتُهُۥ فَقَدۡ عَلِمۡتَهُۥۚ تَعۡلَمُ مَا فِي نَفۡسِي وَلَآ أَعۡلَمُ مَا فِينَفۡسِكَۚ إِنَّكَ أَنتَ عَلَّـٰمُ ٱلۡغُيُوبِ
البشتوية | پښتو
او یاد کړه کله چې به الله تعالی د قیامت په ورځ عیسی بن مریم –علیه السلام– ته ووایي: ایعیسی بن مریم! ایا تا خلکو ته ویلي: تاسو جوړ کړئ زما نه او زما د مور نه حقدار د بندګۍ(معبودان) پغیر د الله تعالی نه؟ نو عیسی –علیه السلام– جواب ورکړو په داسې حال کې چېپاکي بیانونکی و خپل رب لره: نه دي مناسب مونږ لره چې ووایم دوۍ ته مګر حق خبره، اوبالفرض که ما ورته داسې ویلي وي نو یقینا تاته به پته وي ځکه چې په تا نه هیچ شی پټ نه پاتېکیږي، ته پوهیږې په هغه څه چې زه یې په خپل زړه کې پټوم، او زه نه پوهیږم په هغه څه چېستا په نفس کې دي، بیشکه ته یوازې هغه څوک یې چې هر غائب، پټ او ښکاره پیژنې.
